پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
جذبې
یو سرور یوې جذبې ته ضرورت دی
یو غیرت یوې ټپې ته ضرورت دی
د افغان د آذادئ غاړه پری شوی
د پښتون د سر شملې ته ضرورت دی
د پښتون خونه ورانیږی پښتون نشته
د پښتون بیړۍ ډوبیږی پښتون نشته
په انګړ باندی یې خیجې ورته گوری
د دوی زړونه اوس درزیږی پښتون نشته
د تاریخ پاڼو ته اوگورئ خبر شئ
د آذادئ له نعمتونو نه اوتر شئ
ټک د یو لاس ځنی نه دۍ پورته شوۍ
پښتانه سره راټول شئ یو لښکر شئ
پام کوئ په دې ډالرو غلط نه شئ
د صلیب په دې بمبرو غلط نه شئ
دوی راغلی چی پښتون له بیخه ورک کی
په شین سترگو ترهګرو غط نه شئ
یرغلګرو دامی واورئ که که ناپوه یی!
دلته بازان او زمری د لر او بر شته
که زمونږ سره ټانگونه جهاز نشته
د غازی امان په توره کی جوهر شته
دا د ناموس او دین جنگ به اوس څوک ګټی
ټول را ټول شئ زړور افغانستان شئ
عجب خان له ګورستان ځنی را جیګ کړئ
یا پخپله خوشحال خان شئ عجب خان شئ
چی غلام وی بیغیرته غوندی ښکاری
که غیرت لری افغانه را ولاړ شه!
چی وژل د پښتنو زغملۍ نشی
نو بیا ای پښتونستانه را ولاړ شه!