د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محمدالله آرین احمدزی

اختره

زه اوس جوړ نه یم اختره ستا راتلو ته
ته د څه لپاره راغلې زما میـــــــــروته
زما ګریوان ده څيرې څيرې په فغان یم
ته د څه لپاره راغې زما لیـــــــــــدو ته
زه تر اوسه د باروتو اورکې ســــــوځم
بیا تــــــه راغللې زماد ټپ لیـــــــــدو ته
ای اختره در ته سوال درتـه زاري کـړم
پیوند راوړه زما شلیدلو ګریوانــــــــوته
زما لاسونه په نکریزو کله ســـــره دي
ته راګورې څه له زما سپينو لاســـو ته
زما څيرې ګریوان ګورې بوړې بــوړې
تانه غواړم تار اوستن د دې ګنـډ و ته
د آرین دعا قبوله کې خالقـــــــــــــــــه
اتفاق اتحاد ورکړې پښتـــــــــــــــنو ته

کابل د طلول ټلویزون
دفتر
نیټه:د روژي ۲۹نیټه ۱۳۸۸ کال

د شاعر نور شعرونه ←