افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
د نوي ژوند پسرلې ته
د نوي ژوند پسرلې ته
الحاج وزیرمحمد روغ لیونی
ښکلیه پسرلیه غرو رغو کې ګلان وسپڼه
دښتو چمنونو کروندو کې ګلان وسپڼه
باغونه د وطن واړه ږلۍ سیلۍ وهلي
مونږ ته د امید تالا باغچو کې ګلان وسپڼه
وویشه پر مونږ باندي د سولې سوغاتونه ته
ښکلي د ورورۍ راته په زړو کې ګلان وسپڼه
راوړه مشالونه چې وطن رڼا رنا شې پرې
نلمو شاړو ځمکو په ډاګو کې ګلان وشپڼه
ودروه د یوه بیرغ تر لاندي مې افغان ولس
کلیو د ښارونو په کوڅو کې ګلان وسپڼه
توري شپې سبا کړه کیني وباسه له زړونو نه
وایم چې د امن ارمانو کې ګلان وسپڼه
راشه ښکلا سره د روغ لیوني کلي ته
بیایې په خوږه ژبه شعرو کې ګلان وسپڼه
د میرویس جلالزي کمپوز