د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نوم ورکی

ملي وحدت

ملي وحدت



زه د خلکو زړونو کې مینه انساني غواړم
خپلو وطنوالو ته وینه افغاني غواړم
نشته د الفت په چا کې زړونه ساړه شوي دي
دا سړه سپیره فضا ګرمه نوراني غواړم
بس ده تربګني نوره، کرکه بدبیني نوره
غواړمه ملي وحدت ورکه ځان ځاني غواړم
څوک چې په فتنو سره درز اچوي په خلکو کې
داسي فتنه ګرو ته تندر اسماني غواړم
نه پر چا تیری کوم، نه د چا تیری زغمم
امن دی ارمان زما سوله جهاني غواړم
زوی د پښتنې یمه ننګ غیرت به ساتمه
نه غواړم بي پته ژوند ویاړ جاویداني غواړم



د میرویس جلالزي کمپوز

د شاعر نور شعرونه ←