افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
اختره
مه راڅه اختره دلته ټول ښکلــــــي بې قدره دي
سوي په بمونو د افغان کلــــــــــــي بې قدره دي
اوس ئې سـیلانیان هم د لیدلــو ارمان نه لـــــري
هغه د ویاړونو دنګ ولاړ څلــــــــي بې قدره دي
څوک ئې د غیرت او حماســــو کارنامې نه لولي
څومره شملور مو په د لار تللــــــي بې قدره دي
غیرتي پېغلــــو موپه بل وطن کـــې خیر غوښتی
تور باڼه ئې څکه لکه تور خلـــــــي بې قدره دي
«ځــدراڼه» دوی يې لحدونه هم د زرو جوړ کړل
زمونږه مېړاني يې له قبرو کښلــــي بې قدره دي
سویډن ـ مالمو