پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
مسیحا
تــیـــغ د وفــا کــه د جــفـا رانــه شــې
دې ســور پـالــنګ تـه بـه لـیـلا رانـه شې
لږ خـو تـپـوس د خــپــلــې سـاه پـکار دی
د بخـت ســجدې تـه که ښکلا رانـه شـې
دا ويــښ سـبـا چې نـن په خوب ویده دی
د ژونــد سیـنـګار لـه بـه ځـلا رانـه شـې
ولـــــی لارښــود د غیـرتونــو نـه اورې
قـوی مــورچـل کـه پـه رښـــتـیـا رانــه شــې
کــــړې وعـده بــه اوس پـوره کـې کـه نـه
کـه هـوښـیـار فـکـر له رڼــا رانـه شــــې
سیـنـګار د بـخت د نـېـمې شپـی چراغ کـړه
پـــــه تـــوره شپـه کـې چـې بـلا رانـه شې
ژوبــل حـالات بـه ، پـه وخـت وکـړې غـوبـل
تـــور ه قـلـــم که د بــابــــا رانــه شـــې
هــسـی نــه خړ سـیـلاب مـو ویــسـې ګـوره
پــه یــوه خــوله که مـو سلا رانـه شــې
هــــــر څــــه ګـټـلـی ، مـو بـاللـی دی نـو
کـه پـه نـقشه کـې پـــښـتـونــخـوا رانـه شې
بـیـا بــه دونــیـا د مــیـنې څـوک جـوړوی
روح د ســـبـــا تـــه چـې سبــا رانـه شـې
د مـــحــبــت تـــنـاب شـلـیـدلی بــه وی
د ژونـد دســتـور له، که ئـې ساه رانه شې
نـسیــمه ســتــوریه ژونـدې مــړه پـراته دي
نــن کــه امـــســاء د مـسـیـحا رانــه شـې