افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
سترګو کی اوښکی او رګونو کی می وینه وچه
زما دزلمیو جنازی لاجنازپاته دی
خویندی سرتوری میندر بوری یتیم څیری ګریوان
زما روغ روغ کلی د زلمیو هدیری پاتی دی
مکاردښمن می رانه اخلی د کلو انتقام
ځکه، باغونه می اوس شاړی کروندی پاته دی
بڼ کی ګلونه رژیدلی
او غوټی مړاوی دی
چی د بڼوال غریب یی تشی خاطری پاتی دی
داچی په ځمکه باندی ګرځي او ژوندی ښکاری دوی
داژوندی نه دی دژوندیو جنازی پاته دی
ژوندی هغه وی چی خوځیږی او احساس ولری
دلته احساس خلکو کی مړدی بس
دوکی پاته دی
د انتقام په اورکی سوځي زموږ ځان اوځیګر
داتحاد نه مو اوس بس تشی قصی پاته دی
له چا به
وژاړم له چا نه به شکوه وکړمه
د نوزادی غریب په اوښکوسترګی سری پاته دی