د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ژوندی فراهی

خالقه!

زموږ دا توري شپی به کله سی ســـــــــــــحر خالقه
هر یو افغان ښکاری لار ورکی درپه در خـــــــــالقه



ټوله له یو او بل نه بدوړی اوخــــــــــــــفه دی ټوله
کله به بیـــــــــــــــــــــا وکړی پریواو بل باور خالقه



لکه چی نسته زمونږبه منځ کی یوخواخوږی انسان
هیڅوک مو نه بولی په توګه دبـــــــــــــــــشر خالقه



موږبی سالاره قافـــــــــــــــــــــــله یویوپه یوه رهی
ته مو یو ځای کړی اورا وبخښی رهــــــــــبر خالقه



دلته خو ټول دیو اوبل سره ډغری وهــــــــــــــــــی
دلته بدی ده اوجنــــــــــــــــــګیږی سر په سرخالقه



داسی چارواکـــــی دی درواخله خدایه نه یی غواړو
دوی دقلم پر ځای راوړی توره اوســـــــــــپر خالقه



زموږدنوم اودنـــــــــــــــــــــــښان دورکیدوپه خاطر
وینمه ډیر کړی هـــــــــــــلی ځــــــــلی لراوبرخالقه



ځینی مو پلوری پرشرقــــیانوځینی غـــرب خوښوی
ځکه دهر یوه په جــــــیب کی دی ډالـــــــــــر خالقه



زموږدوینوپــــــــروژه غواړی جــــــــــاری وساتی
په دغه ګټه کی شــــــریک بولم بهــــــــــــــر خالقه



زمادقــــــــوم اودولس دآبــــــــــــــــــــــــادی لپاره
کلــــــــــه زغــــــــــــملایسی داکتر اوانجینیرخالقه



زماپه سیمه کی مکــــــــتب اوپوهـــه بــده بریښی
څوک چی مایـــــنونه ښخوی هغه دی نـــــر خالقه



ترڅوبه پاتـــــــــه یم ترنـــــــورو دپښتون په نامه
ژونـــــــــــــــدی ناری وهم ترورځی دمحشرخالقه

د شاعر نور شعرونه ←