د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عطاالله خوږیاڼی

اوريدلې کنه

زمـــــا سلګۍ دي اوريدلې کنه
کلــــه دي لــــــــــږ ورته ژړلې کنه

ډک دسوچونومې کتاب دى له ستا
اشـــــنازما د، دردونو خبريدلې کنه



مادغمونو ســمندرکې چې لامبو وهله
چې غرقيدمه، وايه ته هم کړيدلې کنه

دستا دمېنې درس مــــــې ډېرلوستلى
دنيا ظالمه کې له مينې صبريدلې کنه



څنګ دي کنړګار،څنګه دي اوښکې تللې
اسمانه ته مېم، له غـــــــمونه درديدلې کنه

عــــــــــطاالله تا دغم بازار چـــــــــــــــــې جوړکړ
ستا رڼې اوښکې په کې څنګه خرڅيدلې کنه




١٣٨٨ کال دتلې دمياشتې ٢٤ دجمعې ورځ ١٢:٠٠ بجې

د شاعر نور شعرونه ←