افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
غزل
ډاکټراکبر اکبر
وینه مې رخسار له واخله ښه به وي
ستا د اننګو تر څوکو سره به وي
ماته در نه نه شي د سحر مسته
دا چیرته د تورې شپې ډیوه به وي
زهد د زړګي حرم کې ځای نه شو
دا کعبه له دې شیخه مړه به وي
زړه چې د لمر مخې ښکلا نه سیځي
دا د حیا اوښکه ده سړه به وي
دا ماښام آهونه او دا شپې زلفي
یو بل ته چې رسي آشنا شپه به وي
دا چې مې ځلمي ګناه ته ماته شوه
زهده، دا توبه جوړه زړه به وي
خړه دنیا ستا په کتو نه ارزي
دا سوداه و نه کړي چې وړه به وي
کمپوز :میرويس جلالزی