افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
کړنګ ته ولویدمه
د محبت په لاره تلم کړنګ ته ولويدمه
اوما خوځان بللو سم کړنګ ته ولویدمه
زه به نه وم داسې ورځ به په تا راشي ګرانې
کړې به افسوس د خپل ستم کړنګ ته ولويدمه
چا به چې غم د جدايې لرې کولو رانه
هغه اوس تللي له دې چم کړنګ ته ولویدمه
هغه دې ډيرې مودې زخم مې ناسور شولو! اوس
پرهر مې نه اخلي مرهم کړنګ ته ولویدمه
ځکه خو رقیب راباندې ځان څپلی څپلی کړلو
نور تمام مې شولو زغم کړنګ ته لويدمه
عالمه داسې ګیله اکثر له پردیو کيږي
زه لیونی کړم خپل صنم کړنګ ته ولویدمه
څومره ناوخته څومره بې وخته دې ور پام شولو
چې همت وخوړو ستا غم کړنک ته ولویدمه
ګران افغانستان ، کابل جان