افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
غزل
عزت الله
چې د اولس د احتجاج څوک په قصه کې نه دي
نود پاچا د تخت اوتاج څوک په قصه کې نه دي
اوس د دې کلي د کورو تلاشي هر څوک کوي
اوس د دې کلي د رواج څوک په قصه کې نه دي
د بل پرهر ورته د خپل پرهر په څير نه ښکاري
د زخم دی خو د علاج څوک په قصه کې نه دي
چې دوي ګل غوښتلی دی نو مونږ ورته سپرلی راوړی
چا وې د ښکلو د مزارج څوک په قصه کې نه دي
د میرویس جلالزي کمپوز