د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
نسیم ستوری

وران محل

نه اشر شته، نه دې درمن خو غوبل درنه هم جوړ دی
پېـښـوره د زړه سره مړاوی ګل درنه هم جوړ دی



چې قاتـل د ښکلاګانو په تا خپله سر زورې کړې
د ادب د ښـکلا کـوره جاړ اوربل درنه هم جوړدی



چې وحدت دی په بچو کې لا تر اوسه پیدا نه شو
زما زړه زما ځیګره مات مورچل درنه هم جوړ دی



چې په خاوره دی بې رحمه سلطنت کوي پردي دي
ای د حسـن جــادوګــره خـړ ساحل درنه هم جوړدی



لوی جنجال دی د ذهنونو اغـیار خپـلـه ګټـه وکړه
چې قتلیږی دي بچې ،زخمې ګوګل درنه هم جوړ دی



د نسیم ستوري په زړه کې لا هم سـرې لمبـې بلیږی
ستا بچې چې در په در دي وران محل درنه هم جوړ دی

د شاعر نور شعرونه ←