افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
د خیال لاسونه
د خیال لاسونه
دخيال لا سونه تری چاپير کړم نور څه وس نلرم
ځان می د ځانه ځينی هير کړم نو ر څه وس نلرم
بيرته به رانشی هيڅ کله که ئی وغواړی ته
روح به می داسی مسافر کړم نور څه وس نلرم
دزړه نيالګی می راخړوب کړه د وصال په وبو
دځان قاتل به ځان اخير کړم نور څه وس نلرم
په تصور کښی ورنږدی شم تری بوسه واخلمه
تصوېردی شونډو ته راتيرکړم نورڅه وس نلرم
ياسين شفق يم نن هجران په ځنځېرو تړلی
درته ډالی به دغه شعر کړم نورڅه دس نلرم
(خوستی سعودی عرب)