د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
امان الله امان

ربه!

بارى ربه تـــــــــــه مو وينې
تږي تږي يــــــــــــــو دوينې



ډيرغافله،بـــــــــــــې پروايو
ژوندمــــــــوتيرشولوبې مينې



ناست، يوبل ته په مــــورچل يو
ورځــــــې شپې شوې،بدترينې



صداقت څــــــه شو،هم عدل؟
سترګي څــــه شولي،دوربينې



هرڅه هرڅه دې،روښــــــانه
کرښې کرښې،دې زرينـــــې



پاکه ربه (امان)راکـــــــــړې
هم موزړونه کړې،خوشبينې



نورستانى

د شاعر نور شعرونه ←