پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
هیله
کله چی زه مړشومه زما قبر ته مه ژاړی
ماته ګلان مه راوړی قبر ته می مه راځی
نورمی صفت مه کوی نورمی غیبت مه کوی
نورمی لاره مه څاره نوره نو په ما مه ویاړی
دا فانی نړی ده په ژوندون باندی باورنشته
هغه څه چی نن شته دی سبا ته یی اثر نشته
خاوری په ما واړوه وی تیږی می پرسر پریږدی
یا می چیری لیری په بیدیا یا می په غر پریږدی
پریږدی دا دغرو لیویان یا دا دهوا مرغان
لږ څه رانژدی شی او خپل سر زما په ټټر پریږدی
زه او خپل عمل پوه شه زما دلاری مل پوه شه
تاسو اونړی پوه شه ستاسو خپل خپل چل پوه شه
کله چی زه مړشومه زما یادونه ولولی
تاسی به یادوکی خامخا دردونه ولولی
خدای لره وګوری بس پردی نړی محبت وکړی
یودبل راخپل شی د اشنا دردونه ولولی
داکاروان دژوند خو ځي په منډه پی باور نشته
وګوری ترشا زموږ د نیکونو هیڅ اثر نشته
ستا سو ګرمی اوښکی زما درد دواکوای نه شی
وګوری یارانو، ما دقبره خلاصولای نه شی
کله چی زه مړشومه، نورنو ستا سو خپل نه یم
ستا ژړا فریاد انکر منکر مانع کوای نه شی
واوری نوزادی نه بس پر دی نړی دوستی وکړی
ورکړی سره غاړی بیا سبا ته پښیمانی مکړی