د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
د ښاغلي اسدالله زمری شعرونه

نوی غم

بیا مې زړه باندې د مېنې نوی غم ږدم
د جفا په سرو زخمونو یې مر هم ږدم



تورې سترګې یادوم د هجران شپو کې
خاطرې د تورو زلفو په تورتم ږدم



د آرزو په لمبو سوزم حسرتونه
د سره لمر تودو شغلو ته صحبدم ږدم



څو مې کیږدم په خلوص ورته سر مخکې
د عشق کور کې دوفا نه جوړ صنم ږدم



څو تصویر مې د نګار په کې تازه وي
په لیمو کې مې مدام د اوښکو نم ږدم



زه مې ویښې ، خوب او خیال او تفکر ته
ستا د مېنې ټول یادونه مقدم ږدم



د عشق لاس مې د هوس پښې کړي ماتې
چې د تا له لوري بل خوا ته قدم ږدم



دا دې څه چارې راوښودلې مېنې ؟
چې مې هره ورځ په زړه نوی ماتم ږدم



۵/ ۶/ ۱۳۵۷



کابل

د شاعر نور شعرونه ←