افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
غزل
رحمت شاه سایل
خیال دي زما د خیاله غیږه کړه چاپیره مینې
څه د قیامت حادثه وشوه په دواړو تیره مینې
لپه ما پورته کړه او راغله دعا ستا پر شونډو
خدای به کړي موږ د الفت زمانه ډیره مینې
راشه چې غوښتي یې هنر ستا د فنکارو سترګو
د زړه ټوټي دي راته پریښې بې کوشیره مینې
ما ته دا ستا نه د ورک زړه صنم خانې ته بوتلې
تا زه خبر کړم د الفت د زور او زیره مینې
اوس د تاوو کړو بڼو غشي تر هغې راوله
چې پرهرونه مې په زړه اوځي بې شمیره د میني
حق به لري چې ورته خپله وفا ونه بښې
په هیره هم که د سایل نه شولې هیره مینې
د میرویس جلالزی کمپوز