د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

غزل

غزل



عبدالباري جهاني



په ژوند مې نصیب نه سوې جنازې ته دي درځمه
د یار د وصال خیاله هدیرې ته دي درځم
یوه تشه وعده یې د ځوانۍ په بیه غواړم
سوالګر نه یم آسمانه چې کاسې ته دي درځم
منم چې تر منزله یې سکروټي دي کرلي
دا لار په ما ودانه ده کوڅې ته دي درځم
یوه لحضه دي مخ له رقیبانو پټومه
لمبې خاموشه نه سې تماشې ته دي درځم
دا ستا د میني اور دی چې محفل رنګینومه
پانوس رنګه بلیږم بدرګې ته دي درځم
اختیار یې له اقرار سره جوړه راڅخه یو وړ
یو نذر دې خلیل یمه چړې ته دي درځم
سنګسار مې رسوانه کړې میخانې د خلوتونو
یو شور لا جوړومه غرغرې ته دي درځم
د هوښ په لارو نه دی جهاني منزل د وصل
جنونه ځان تیاره کړه زولنې ته دي درځم




د میرویس جلالزي بیاځلي کمپوز

د شاعر نور شعرونه ←