د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
د ښاغلي محمد يوسف خدمتګار شعرونه

غزل

په ما که شپه ستا په کوڅه کې باراني تیره شوه
ستا هم دګل په څیر تنکۍ ښکلې ځواني تیره شوه



زه تر سبا دسپیني خولې وعدې په تمه ناست وم
ته را خبر نه شوې ځواني مې توپاني تیره شوه



ما په ګودر کې ستا دناستې په ځاې ګل وکرل
له بد شامته خوږه مینه زنداني تیره شوه



چا دساقي پیالې نسکورې کړلې ماتې شولې
رویبار تورن شوچې دښکلو ارزاني تیره شوه



اوس دې کوڅه کې محتسب دوره په لاس ولاړ دئ
چې مې وعده له حده لاړه آرماني تیره شوه



زه خدمتګار يي دراتلو لارې څارمه مدام
پړک دبریښناشو لیلا لاړه آسماني تیره شوه
مزدورزوې

د شاعر نور شعرونه ←