د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محمد داود ناظم

لوبې

حاقدان او بد خواهان مې په وطن لوبې كوي
دا د خان غوړمالان مې په چمن لوبې كوي
بې له نفاق او شيطانۍ نه يې نور څه نه دي زده
د دې دهر شيطانان مې په ګلشن لوبې كوي
دغو عناصرو مې مشران هم دوكه كړي دي
د دوى ټولو په دې ږيرو مې دښمن لوبې كوي
په لاس د غوړمال مې د وطن سرنوشت پروت دى
دا خندا د ټول جهان مې په ميهن لوبې كوي
په دې نيم ژواندي او په وينو كې لت پت ملت مې
دا بې رحمه مې لا نور په زلكدن لوبې كوي
زما غوغا بسمل نڅا ته په خندا ګوري دوى
تيغ د شمر په حسين او په حسن لوبې كوي
نور پيمانه د ظلم وركه له نړۍ ناظمه
د دې دهر ظالمان مې په كشتن لوبې كوي

د شاعر نور شعرونه ←