د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
واحديار عبدالرحيم زى

نظم

څه له راغلي چاراوستي يي دڅه لپاره ؟
څه دي هدف دي څه ارزوڅه تمنى لرې ته ؟
چي په خپل سرميلمه راځي كوربه له كوره باسي
جرم يي نه مالوموي هريوپه زوره باسي
ګوذاردغيشودافغان دزړه له شكوره باسي
نومونږ دداسي رنګ ميلمه عزت په څه وكوو
چي دي موسوځي په انګار اومونږ ه ښه وكوو
نوښه راغلاست اوهركلي ورته په څه وكوو
ګوره ميلمه ټګي برګي راسره مه كوه ته
مونږ ه دانايوعاقلان يوپه هرڅه پوهيږو
كه ته داوايي چي ساده دي نودوكه به يي كړم
مونږ هم لوستلي ستاتاريخ دي ترتاښه پوهيږ و
كه ديوڅوورځوميلمه يي هيڅ پروامونشته
كه مونږ ميلمه اوځان كوربه ګڼي بيا نه جوړيږو
مونږ افغانان يوتل مدام ميلمه پالنه كوو
دتن په وينوداصيل ملمه ساتنه كوو
له سر اومال داسي ميلمه ته تيريدنه كوو
خوچي ميلمه له خپله حده تيريدنه كوي
زمونږه خپلوورونومينځ كي لاسوهنه كوي
مرچل كي ناست وي په افغان نښه ويشتنه كوي
توبه توبه يي له دوستي مونږ يي بلنه نكړو
دداسي رنګه ميلمنوميلمه پالنه نكړو
واحديار وايي دهغوي په قدم تلنه نكړو



واحديار عبدالرحيم زى
شمشاد تلويزيون

د شاعر نور شعرونه ←