افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
ښکار
نه قاتل نه مو مقتول معلوم دې
هرخوانه وژني شملوار پښتانه
........
داکوم ظالم جابر بالا راوستي
چې راته وژني دابابر پښتانه
........
خېرلا غوښودکارغان وي ماړه
بيابه پېداشي بريتور پښتانه
......
هغه غرڅنه پيشو بيا راغلي
ښکارلا شروع زمادسرپښتانه
........
دتورکارغه به څه صفت کومه
چې راته وژني هغه بر پښتانه
......
دغرو بلبلو بابولالې چوپ دي
ټول کړيدلي زورور پښتانه
....
جوش شته دی ګذاره کوو موږ
که نه يوو موږه دسنګر پښتانه
چين /شانګهائ/2009-12-25