د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
میرویس مومند

یادونه

چی را یاد شی د اشنا د بنګړو شرنګ
رانه هیر شی د ژوندون هریو اهنګ



ته می ژوند کی هم ټپه يي هم غزل
لری کووم پدی سندرو د زړه زنګ



د شبنم غوندی می زړه کی راوریږی
ما تازه کړی لکه ونه د لونګ



ستا یادونو په ما خوب دی حرام کړی
هم رنځورشوم ستا دی مینی زیړ می رنګ



ستا هجران به ما مجنون کړی د صحرا
چم ګاونډ کی به شم هر چاته بدرنګ



زه میرویس خو توبه ګار شوم ستا د مینی
چی دی وکړله لوظونه کړل دی ړنګ

د شاعر نور شعرونه ←