افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
د تورو شپو هجرانه
ای د تورو شپو هجرانه
ته هم سخت يي له جانانه
اوس هر وخت په ما میلمه يي
ته به ځې کله له مانه
زما زړه هم نور اوبه شو
زور مې تلی دی له ځانه
د یو غم وس نلرمه
ولې راکوې ته پریمانه ؟
په ما څومره ته يي ګرانه
تپوس وکړه ته له چانه
هغه وخت به کړې افسوس بیا
چې زه لاړ شم دې دنیا نه
چې نه دې منل همته
زه اوس ګرځه پريشانه
کابل : ګران افغانستان