د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمد جاوېد منګل

غزل

غزل
وړاندې ځي خو ګوري شا ته هغه ز ۀ يم
چې زړۀ پاتې وي ترې چاته هغه زۀ يم
لکه باز چې پۀ وزرونو باندې شل وي
الؤتی نۀ شي هوا ته هغه زۀ يم
لکه لمر ګل چې په لمر پسې تاويږي
ها چې نۀ ګوري بل خوا ته هغه زۀ يم
تۀ د وررېځ غوندې پۀ دنګو غرونو چورلې
لکه سوې للمه پاته هغه زۀ يم
لۀ هررنګ ګلانو ډکه ونه ستا ده
چې خزان يې کړي مېراته هغه زۀ يم
تۀ څراغ پۀ لاس کوږ ځای ګورې پۀ ما کې
چې دې نۀ ګوري خطا ته هغه زۀ يم
که يوازې شوې او ياد دې شوم بېغورې
هنداره کړه ماته،ماته هغه زۀ يم
اوس غمګين انځور نه څۀ پوښتې جاوېده
حال ويلی نۀ شي تاته هغه زۀ يم



کويت

د شاعر نور شعرونه ←