د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
امان الله امان

غزل

ستا دالفت خوږې خوږې خــــــــبرې
زړه رانه وړي دادمزې خــــــــــبري
دعشق څپوکې دي ګيرکــــــــړې يمه
اوس درنه غواړمه رڼې خــــــــــبري
چوپه چوپتياده خاموشـــــــــي ده دلته
اوس نو کوه ،خورې ورې خــــــبري
لطف اوکرم دې مدام زړه کــــې ساتم
تل راسره دې دوعدې خــــــــــــبرې
کيسه دنن،اودپرون خـــــــــــــونه ده
پريږده ګيلې اودشکوې خـــــــــــبرې
ماڼۍ دکبرګــــــــــــــــــرانې ونړوه!
راته کوه دحوصلـــــــــــــــــې خبرې
منم خبره دې دسر په سترګـــــــــــــو
کوه کوه وړې وړې خــــــــــــــــبرې
( امان )دې مينه پخوانۍ غـــــــواړمه
راباندې ښه لګــــــــــــي زړې خبرې
کونړ

د شاعر نور شعرونه ←