د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
د ښاغلي صديق پسرلي شعرونه

د زړه ملکه

د زړه ملکه



محمدصدیق پسرلی



لکه د شاتو د مچمچیو
ملکه مړه او کندو شې پاته
په هرې څانګې پوري ځړیږي
هر ځای بوڼیږي ځي هرې خوا ته
دغسې زړه هم په مایوسۍ کې
له هیلو تش شي کله نا کله
له د شاتو د مچۍ خورې شي
ځي ځوانې هیلې یوه په بله
لکه د شاتو ورکې مچۍ چې
کله نا خواسته بیاراستنیږي
د خپل پرې ایښي کندو په وره کې
د نابلدو په دود بوڼیږي
دغسې زړه ته هم کله کله
ها خانه زادې هیلې بیا راشي
ورنه څرخیږي ورته بوڼیږي
چې ور نږدې شي بیرته په شا شي
د هوسونو ملکې هیلې
د مایوسیو شمال دې مه وړه
د زړه کندو مې په تاوان دی
تل دې ودان وي له تا په ښه وړه

د شاعر نور شعرونه ←