د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ناروغ ولي عبدالله

ښېراوې

دنګه پاچاهي دې درنسکوره شه
سپينه دې لمنه تکه توره شه
مه رېبه ګلونه د پامير د بام
مړ شې او بچی دې څپېړ خوره شه







وايي چې درمان به مې دردونه کړي
دم کوي دعا او درودونه کړي
زړه کې دې د رحم ګلان نه ښکاري
جوړ به د زوزانو درمندونه شي
څيرې ګرېوانونه به دې وسېځي
لوڅه او لغړه دې سرتوره شه
ووځه له ماڼيو لاړ کليو ته
وګوره تنکو وچو نيالګيو ته
مه کوه ظلمونه بقا نه لري
ګوره وچو شونډو د لښتيو ته
مه کره ټپونه په دې خړ چمن
کونډه دې ادکه سپکه سپوره شه
/١٤/١٢/٢٠٠٩

د شاعر نور شعرونه ←