افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
دچادمينې
د غرۀ لمن کې ناست يمه اسير د چا د مينې
پېروتې په دود تاو رانه ځنځير د چا د مينې
حالات څۀ توپاني شول تتښتېدلې ورېځې راغلې
لۀ زړۀ مې ورانوي لکه تصوير د چا د مينې
رقيب خالونه شماري زۀ داغونه په زړۀ شمارم
اذل نه د داغلو وي تقدير د چا د مينې
ګلاب غوټ کې پټه وږمه اوسي په همدارنګ
د زړۀ بورجل کې اوسي مې وزير د چا دمينې
رفتار د عاشوقانو ما ليدلی عشق په لار کې
په شپه کې يو پېړۍ وهي فقير دچادمينې
په لاره چې ړنګ بنګ ځمه مغرو نه يم جاوېده
موده د لېېونتوب ته کړم شوګير دچادمينې
کوېت هېواد