افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
پښتنو
ساقي محفل کې نۀ شته دې وښی دپښتنو
خندی د پښتنو څۀ شو غرچی دپښتنو
د غرۀ هغه څوسری ګټ يې کور باندې را رغښتی
د وير لړې ترې خېږي او زګېروی دپښتنو
د تورو ور ېځو تور تندر يې هيلو بڼ کې پرېوزي
تبا کړي مېوو ونې او ښوونځی د پښتنو
په پورې اورې غرونو جوړه تالنده برېښنا بيا
حصار به يې رمې وي او شپونکی د پښتنو
چې يو ګل د اوربل او د شملې در سره نۀ شته
سپرليه څۀ دې کړم نۀ يې سپرلی دپښتنو
د ډېرو نېزو سر يې په تندي وچورلېد چت شو
خو هيچا ته ټيټ نۀ شو دنګ تندی د پښتنو
جاوېده ځان کې کم شي که پردي که ګاونډی وي
هر قام او سړی چې کړي کمی د پښتنو
کوېت عربي هېواد