افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
غـــــزل
دلته بې مينــې بـــې جانانه ژوندون نه تيريږي
يوځلي راشه پرماګــــــرانه ژوندون نه تيريږي
په تصوركې ستاتصــــويرسترګوته راولمـــــــه
اوښكې مې راشي ترګريوانه ژوندون نه تيريږي
ما دخپل زړه په كوركې ستا مينې ته ځاى جوړكړى
زړه را ډا لۍ كــــــړه قدردانه ژوندون نه تيريږ ي
ستـــا په خاطـــــرزه دتماموښكلـــــــوقدركــــــوم
دامې عادت دى له پخــــــوانه ژوندون نه تيريږي
زما له ژوندسره همزولـــي غم نن داســــــې ويل
اى! واحــد ياره بې لــه تانه ژوندون نه تيــــريږي