د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمد جاوېد منګل

بړبوکۍ

يادونه ستا راوړي اوښکو قطرو کې بړبوکۍ
راځي لکه د ورېځو په کوڅو کې بړبوکۍ
د خوب بڼ مې خزان دی بېلتانه صحراکې پروت يم
غټ کاڼي راته ږدي ستړي بڼو کې بړبوکۍ
چې وينې په ځای بيادمينې مبؤوېش ساقيان کړي
ژر رابه شي که خدای کړي ميخانو کې بړبوکۍ
ليدلی مې د مينې طاقت څو که رقيب ډېر وي
ميوند او د ملالې په مصرو کې بړبوکۍ
هيچا ګلان را نۀ وړل خو بمون سره راشي
جاوېده تاووي بس پښتنو کې بړبوکۍ
کوېت

د شاعر نور شعرونه ←