افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
جنګ
ګل بڼ شو کنډوالې هېواد مو شوو بدرنګ لۀ جنګ
لر ،بر کور په وير ګډ شو خو لا نۀ شوو تنګ لۀ جنګ
دې شخړې مېراتمړي خو ځوانان را ځوانيمرګ کړل
بلا پښتنې کونډې شوې لږ وکړی څنګ لۀ جنګ
ورور مه وژنه پښتونه دادې خپل مټ او وزر دی
لږ فام په اږدو وکړی شولو اوچ لونګ لۀ جنګ
چې سوله رب ده غوره نو راځئ چې سوله وکړو
په سوله کې فايدې دي ګټې نۀ کړي جنګ لۀ جنګ
چې زما او ستا د عشق سپېڅلی څلی وه جاوېده
هغه څنار هم تېره ورځ شو ړنګ او بنګ لۀ جنګ