افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
هیڅ تعبیر نه لری ملګرو دازما خو بونه
ما په رڼا ورځې لیدلی دی بلاخو بونه
نن خو مې بیا ټوله ورځ سترګو کې ټول کړی ازغی
نن شپه به نه راځی زما په لوری بیا خو بونه
داچې وختونه تیروی دتورې شپې په سولۍ
قسمت له ګوره همدوی وینی درڼا خوبونه
که درته اوایم نو زه خو په زه نه یم حساب
داراته اوایه چې ته وینې دچا خوبونه
ستوری به نه یو . یو به کاڼی داسمان په سینه
که مو دځان سره رانو ړل دسبا خو بونه