پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
حماسي
حماسي
خوشحال خان خټک
پرورده که د مغولو په نمک یم دا ورنگ له جوره هم له غریوه ډک یم
په نا حق ئی په زندان کړم یو څو کاله خدای خبر دی که په خپله گناه شک یم
پښتنو سره زړه تور دی د مغو لو خبر دار ئی په نیتونو یک په یک یم
که سره که نا سره راته معلوم د ی په دا کار کښی په معنی لکه محک یم
هغه زیست چه د عزت له مخه نه وی چه ئی کار په هغه زیست پوری هک پک یم
په خپل نام و ننگ راشم لیونی شم خبر دار کله په سودو زیان د لک یم
اور ئی پوری په منصب په نوکرۍشه چه تر فهم وتر نظر د مغل کک یم
هر پښتون چه د مغولو نوکری کا که د زده د هغو واړو بهترک یم
پښتانه لره شړۍ انډ یرۍ بس ده نه په فکر د مسند نه د توشک یم
چه منصب می د مغل خوړیو ملک ووم چه منصب د مغلو نشته اوس ملک یم
د فرمان د پروانی حکم ئی نه شته شکر دا چه په خپل حکم خپل وک یم
آزادی ده په ساده سپینه جا مه کښی خلاص له غمه د زر بفت و د میلک یم
د وښو جو نگړی هسی را ته ښی شوی وائی ناست په محلونو د آ هسک یم
که اوگره د بټو شته په شوملو سپینه د مغلو پلاو پاتی ډیر پری ډک یم
که می عمر په شماره د دیرشو تیر دی لا په کار کښی د ورلۍ لکه ازبک یم
د افغان په ننگ می وتړله توره
ننگیالی دزمانی خوشحال خټک یم