افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
غـــــــزل
ستا قاتل نظــــــــــر قاتل باڼه جلـۍ
سم كوي راسا په زړه ويشته جلۍ
خـــــداى لپاره مابې كسه مه وژنه
نه مې سكه ورورشته نه وراره جلۍ
زه تالپـــاره قـــدرستادخـــپلوكړم
ټول راباندې ګران دي لوى واړه جلۍ
ستايهودباڼه زما فلسطين زړه كې
هره شپه پيرې كړي زما په زړه جلۍ
راشه چې دزړونوغوټې پرانيزو
څوك لرودې كلي كې زه اوته جلـــــۍ