د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
علي خا ن

دخوب لیدل دزمانی تفسیر

قصه خو ډیره اوږده ده،او دخبروپرله پوسی کړی خو هم ډیری اوږدې دی، خوزه به زیار وباسم چه ډیر لنډ یز پکښی راولم،هغه داچه ابتدایی او اعدادی ښونی می دری کاله دبابوس په کلیوال ښونڅۍ اونوری می دکلنکار په ښوونڅۍ کی سرته ورسولی،اودثانوی شهادتنامه می دبرکی برک له ښونڅۍ څخه چه ډیرکړاونه ورسره ملګری وه واخستله .
خوکله می چه دکابل په پوهنتون کی د بشری فاکلتی په عربی څانګه کی لوست پیل کړل،اوپه خپلولوستوکی په ډیرشوق سره روان وم،چه ناڅاپه یومصری استا‍ذ/ منیر الشیخ نومیده راته وویل (ابشر) ماورته وویل: بم؟ خیرا انشاء الله، نوهغه می لاس په اوږه راکیښود اوراته وُیی ویل چه ته به لیبیاته دعربی دلوستلو لپاره که خدای کوی لاړشی، شک نشته چه پدی زیری باندی خورا خوشحال شوم، داځکه چه ما نه پیسی او نه واسطی درلودی، اودبی وزلو زده کونکولپاره داسی چانس برابریدل یوازی دخدای فضل اود بخت مسآله وه، اوهرانسان پدی باندی باید ټینګ ایمان ولری چه هرڅه دخدای په قدرت سره سرته رسیږی، اوکله چه پاک الله وغواړی )کن فیکن) .
په 3/11/1973 عیسوی کال کی لیبیا ته راغلم، اودی بنغاږی په پوهنتون کی چه اوس ورته (قاریونس) وایی – دادبیاتو په فاکلته کی – د عربی په څانګه کی می خپل لوستل پیل کړل، ترهغه پوری چه په 1978 عیسوی کال کی می پوهنتون خلا ص او شها د تنامه می – د خدای په فضل اودموروپلاردی دوعاوُ په برکت - ورڅخه واخستله .



(1)
خومخکی له دینه چه لیبیا ته راشم، دڅرګندی او ناڅرګندی نړی (معلوم ومجهول) تر منڅ به په رنګارنګ منظرو او ډول ډول تصوراتواوخیالونوکی به لاهوشوی وم،چه تابه ویل سیلو نو اخستی یم او په ریګونوکی ورک یم، لکه چه وایی:) داباسین څپی دی یوسه * چه موردی شګی لټوی پلاردی خوړونه) .
ترسبانه مخکی چه لیبیاته روانیدم، هغه شپه می داسی خوب ولیده چه تفسیرته یی حیران وم،اونه ددی وخت وه چه له چانه تفسیر وغواړم، خوزماانسانی شفافیت اوروحی الهام به داسی راته ویل چه د زمانی راتلونکی بهیربه زماد خوب تفسیر له ځان سره و لری .
رښتیاهم کوم شیان می چه به خوب کی لیدلی وه، دوخت په تیریدو می هغه په سترګو ولیدل او په غوږومی واوریدل، شا ید چه ډیرخلک به پدی کی شکمن واوسیږی.. مګر زما په ږوند کی دا یو حقیقت او واقعی شی ده، دخوب په دنیا کی می ولید او د بیداری (ویښتوب) په دنیاکی راته ثابت شو، داچه دخوب تفسیرډیرشفافیت وصفا یی اوخوراپاکوالی ته ضرورت لری.. لکه څنګه چه دیوسف علیه السلام په قصه کی راغلی دی..اوهغه په اوسنی زمانی کی نه لیدل کیږی، نوډیره ګرانه ده چه سړی دخوب حقیقی تفسیرته ورسیږی،خوبیاهم که چیری انسان خپل خوب له یاده وُنه باسی،نودزمانی په بدلون اوحوادثوکی به دخپل خوب تفسیرهرومرو پیداکړی، ځکه پاک الله په دنیاکی داسی شی ند ی پیداکړی چه مقابل وُنلری.
ددی لپاره چه زمادږوند داله الهام څخه ډکه قصه رانه هیره نشی نوداده تردی سریزی (عنوان) لاندی یی لیکم :



(2)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ﴿ خوب می لید چه: ﴾ ـــــــــــــــــــــــــــــــــ



تــرږ مــی وه هـسکو ټـیټــو کــی روان وم
وم ویـده خو لکه ویښ ډیر سـر گـــردان وم
د عـــدم په سینـما کـی د ږونــد ستو نــځی
مخکی مخــکی را کـیدی ورتـه حـیـران وم
تــوری وریځــی لــه شمـال نه را خپریـږی
زه زړه تنگی له بـــریـښنا ولــه بــــاران وم
خړ سیلاب د ږوند بیړۍ می پکښ ناڅــــی
د ســا حـل تــر ر سیــدو یی هــر سـان وم
غـوړ سکه غوړسک لـه ابو لو گی راپاڅی
انـتظــارد بــیړۍ ږونـد کی د طـــو فــان وم
د وطــن د غــرو په سر لـړې ښـکا ریـږی
تــــه بـه وایی چـــه لیـدونکی د بـر کـان وم
دغـروسـربــانـدی اوچـت پـُل وی تــړلـــی (1)
لانـدی کــنـدې نــه کـتـونـــکی د اســمان وم
آخـــوا داخـــوا می غــارونــه دبـشــــر وی
تـصــور کـی راتــه ږونــد دآول انـســان وم
دابـهــیـر د حــوادثــــــو وی بـهــیـــږی
زه پـه فــکــرد پــړاو د خـپــل کـــاروان وم
ویــل مـی کـلــه بـه منــزل لــره ر سـیـــږم
کــړاونـو د روز ګـار نه ډ یر سـتو مـان وم
چــه نـا څـاپـه راتــه غــږشـو راپـا څـیـــږه
کـا لــی اغــو نــده تــــیار واړه سـا مـان وم



(3)
پټی سترګی می له خوب نه کړی را لوڅـی
ځـان می ولید چه موجـود پـه دی جـهان وم



دتـیـر ږونـد کـــږی وږی لاری وی لـنــډی (2)
نــوی ږونـد نــوی ســفـر پـه سـر قـرآن وم
زمـا د ږونــد د سباون تر خـی لحـظـی وی
هغه دم چه له خواخوږو خدای په امـان وم
انــعکــاس دمــور دسـتـرګـــو د ګــوهـــرو
راتـه وښـوده چه څـومره زه پری ګـران وم
د پــلار ګــیره کی بـاران بـه می هـیر نشی
آیـــا زه لا یــق د اوښـــکو د ارمــغـــان وم
څـومره لـنـډ سبا وه څـنګه زریی ییـل کـړم
زه خـو کـلـه خـو ښـونــکی د هــجــران وم
چه بیـلـتون سـره به خـیال کـی جـنګـید مـه
ځان می ولید چه رښتیا لاس په ګـریوان وم
پـه ظاهــرکی بـه مـسکـی مسـکی کــید مـه
په کو ګل کی زړګی ډ ک ارمـان ارمان وم
تــر هـــغـی چــه هــوایـی ډ ګــر تــه لا ړو
مــور وپلار وروڼه په څنـګ کــی ګل خندان وم
د یـو بل ښکلی مـخونه مـو ور ښکل کــړل
زړه می شـا شـا تـه کـیـده پـه مـخ روان وم
تـر هـغی چــه الــو تکه کـی ور جـک شوم
وصال پا تی شو بیلتون کی فــکروران وم
دوطـن د جـــګو غرو دســر کــجـیر شـــوم
د بر ښنا غونـدی خــارج له افـغانـسـتان وم
د هـــیواد پـــه هــوا زړه لا تــا زه نـــه وم
چه را کوز په ښکـلی ښار دلوی تهـران وم



) (4)
تورما ښام شکلی بیروت کی غموډوپ کړم (3)
اوږده شپه وه زه (کود موس) کی د لـبنان وم
چـه سـها رشـو قــاهـری لـــره روان شــوم (4)
ډیـر مـشتاق پکـښی دلوی رواق الافغان وم



تـر یـو څـو ورځـونـه ورسـته بنـــغازی تـه (5)
نــیمه شــــپه وه د بـنـینی پــه مـــــــیدان وم
له همـدی ځـا یـه مـی نـوی ږونـــد شـو پیل
مسـتقـبـل تـه لاس تـر زنـی (علی خان) وم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1/داهغه پُل ده چه په لیبیا کی البیضا‌ء ته نږدی دِ(وادی الکوف)په نوم باندی یادیږی اودِ الجبل الاخضرپه غره کی دیوی لوی کندی په سر باندی تړ ل شوی ده چه دکندی په دواړو اړخوکی لوی لوی غارونه لیدل کیږی چه ته به وایی دلمړنی انسان کورونه دی.
2/ دا دځینو پښتنو دودونه دی چه څوک یی په سفرباندی ځی نوبیا موراوپلاراودکورمشرقرآن په دروازه کی دسپرکونکی په سر باندی نیسی چه تر ی لاندی تیر شی په دی اعتقاد چه باک الله یی بیرته په خیرسره کورته راوګرځوی او له هر خطر څخه یی وساتی.
3/ کود موس دِ هغه هوتل نوم ده چه په لبنان کی ډیر ښکا رندوی ده.
4/ رواق الافغان د افغا نانو هغه بیل ډینګ ده چه دِ مصر په قاهری کی دِ ازهرشریف په څنګ کی دشیخ جمال الدین الافغانی پالونکی او یادګار ګڼل کیږی او افغانی زده کونکی پکښی اوسیږی.
5/ بنینه دبنغازی هوایی ډګرده چه په 3/11/1974 عیسوی کال کی دشپیی یوه ګړی اودیرش ګانټی پکښی راکوز شوم چه له همدی ځا یه می نوی ږوند پیل شو او راتلونکی ږوند ته لاس تر زنی کښینا ستم اوڅښتن راته ښکلی مستقبل راکړ الحمد لله رب العالمین.

د شاعر نور شعرونه ←