پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
خودکشۍ
تا نه د خلاصون څه لاره ګورمه
تا نه ازادي ژوندونه غواړمه
زه خپله ځواني داسې ليدې نه شم
داسې زه کوې نه شم
کومه ګناه کړی ما
زه ترې بې خبره يم
نور به درته څه وايم
نور درته څه وه وايم
ژوند د تيريدو نه دی
داسې د کوؤ نه دی
دغه رنګ چه تير کړمه
دغه هنر نه راځي
هیڅ څه چل ېې نه راځي
نن مې يو خبره خيال ته راغلله
نن زما فکرونو داسې وويل
نن مې خودکشۍ ته ډير زړه شوی دی
نن مې ډيره مينه پرې راغلې ده
دا خلک ما نه پريږدي چه ژوند وکړم
دا خلک ما نه پریږدي چه وخاندم
دا خلک چه ماته لیونۍ واېي
دا خلک چه ماپورې خندا کوي
وایه راته زه چا پورې وخاندم
ما له خو خندا چا پورې نه راځي
زه د چا د ذات توهين کوې نشم
څنګه د خلاصون څه لاره ومومم
څنګه د ژوندون ځینې ازاده شم
نن مې یو خبره خیال ته راغلله
نن زمافکرونو داسې وویل
نن مې خودکشۍ ته ډیر زړه شوی دی
نن مې ډېره مېنه پرې راغلې ده