د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمد جاوېد منګل

پښتنې ليلا

فکــــــــــــــرنه کړم چې روڼ اندې وي له تانـــــــــه
ښکار دزړونوکې پوهـــــــــــــــــاندې وي له تانه
په نړۍ به ښـــــــــــــــکلي وي خـــــــودومره نه دي
پښتنې ليلاچې بانـــــــــــــدې وي له تانــــــــــــــــه
په سپين مـــــخ دې لکه ورېځ راځي،چې پاتې
کېږدۍ زلفـــــــــــــــوخلاصې مراندې وي له تانه
هغه ورځ مې قرار ورک شي کومـــــــــه ورځ چې
سپينـــــــــواوښکــــــــــــولېمې تاندې وي له تانه
که ژوند وي ژوند مې دې ستـــــــا سره وي ياره
که مرګ وي مرګ مې دې وړانــــدې وي له تانه
دا بخت چېرې ستا جاوېده ګومان نۀ کړم
چې يې لاس لۀ سره لاندې وي لۀ تانه

د شاعر نور شعرونه ←