د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1494 شاعران8588 شعرونه
امان الله نصرت

سلګۍ

څومره چې شين و هومره سور شو سپرلى
زخمي زخمي شولو ناسور شو سپرلى



زمونږ له کلي نه يې کډه وکړه
خزان په دار کړلو منصور شو سپرلى



پکې د سرو ګلونو سا وخته
ځکه خو تښتې ته مجبور شو سپرلى



د جنګ لمبو کې يې وږمې وسولې
لمبه لمبه په سره تنور شو سپرلى



د غوټۍ زلفې له ازغو ډکې شوې
خزان خزان په کوم قصور شو سپرلى



زمونږ له کلي نه يې کډه وکړه
په ځنکدن شولو رنځور شو سپرلى



نصرته چا يې سلګۍ وانه وريدې
د ګل په سرو شونډو ترور شو سپرلى

د شاعر نور شعرونه ←