افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1494 شاعران8588 شعرونه
زيرى
د خندا زيرى به څوک راوړي وطن ته
د سبا زيرى به څوک راوړي وطن ته
د بڼو فرش مې پر لارو غوړولى
د اشنا زيرى به څوک راوړي وطن ته
تورتمونو مې پر کور کړى يرغل دى
د ڼا زيرى به څوک راوړي وطن ته
چې هيواد مې يو ځل بيا د اسيا تاج شي
د ښکلا زيرى به څوک راوړي وطن ته
د مجنون سترګې څلور په انتظار شوې
د ليلا زيرى به څوک راوړي وطن ته
په ګودر چې اتڼونه شي د پيغلو
ربه دا زيرى به څوک راوړي وطن ته
د نصرت د زړه زخمونه چې ټکور کړي
د دوا زيرى به څوک راوړي وطن ته