پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
لاره ګوره
چې کيوزې دختلو لاره ګوره
چې راځې لومړى دتللو لاره ګوره
اى! په لښکراوپه قدرت مغروره
يوقدم وړساندې دراغلولاره ګوره
نه پوهيږم چې به بيرته څنګه درومې
لږدتيښتې دموندلو لاره ګوره
حيرانيږم له ډير عقله شي بې عقله
په تاريخ کې دښاغلو لاره ګوره
روس انګريزخودې په خپلوسترګووليد
مخکې ورشه دمغلولاره ګوره
ته له ښاره وتى نه شې لاويريږې
خطرناکه دنښترو لاره ګوره
له ختيزه په لويديځ کې واکداري کړې
ښه اوږده ده دساتلو لاره ګوره
څه په چل يې ته په دې لاره راسم کړې
ستادماتې دخوړلو لاره ګوره
ښه هوښياردي په دوستۍ کې دښمنان ستا
چې پرې ځې دغورځيدلو لاره ګوره
څو تيندکه دوى په دې لاره خوړلي
اوس يې تاله دښودلو لاره ګوره
پرون دوى په دغه لار تالا والا شول
نن وار ستا دپرځيدلو، لاره ګوره
داستاسل زره لښکر دټينګي نه دى
دافغان دسرښندلو لاره ګوره
چې کرې هغه به ريبې دامتل دى
اوس دې کښت له دريبلولاره ګوره
لاوختي دى څه چاره دې دځان وکړه
ښه سوچ وکړه دوتلو لاره ګوره
ځه ترې درومه،خيردې وينمه په دې کې
هيردې نه شي، دملګرو لاره ګوره