افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
يوسترګک
خداى زورورراڅملوي تل په کمزوري مخلوق
دسليمان دکلابرج ملاچرګک مات کړ
اوس مي دعشق پلاوي پرې تګ اوراتګ نشي کړلاى
ستادانکاربم مي دميني پوخ سړک مات کړ
دنظرګل مي درخسارپه دښت چي څنګه شين شو
شوخي ناترسي ددرنوزلفوپه شړک مات کړ
زړه مي دتوروراکيټونوګزارمات نه کړلو
ستابې باون سترګوپرون په يوسترګک مات کړ
لکه کتاب مي زړه ترې پټ په دسملوکي ساته
اخېرهم هغې جمالياره په يوه چک مات کړ
کوټه