افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غــــزل
زما په لروبرنړۍ كې پښتانه خوښيږي
غيرتي خلك مې په خوى درانه درانه خوښيږي
كه څومره ښكلى لباس واغوندي ښايسته وګړځي
چې اصليت په چاكې نه وي دچانه خوښيږي
چې شنه ديره كې شين منګى وي شنه كنډوله سره
دپښتنومې په ديروكې ميلمانه خوښيږي
چې دشپيلۍ اوازيې واوري دګودريونجونې
زما دوطن دغرولمنوكې شپانه خوښيږي
چارته وويل چې ولې داپوښتنه يې وكړه
ښكلي خوډيردي غنمرنګه دې په څه خوښيږي ؟
څوك به ديار سره اننګي اوڅوك به څه خوښوي
زما په حسن كې ديار كاږه باڼه خوښيږي
چې دخوږ يارخبره يوسي تراغياره پورې
دواحديار داسې ياران په غوږ كاڼه خوښيږي