افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
غزل
فضل حق قلم یار
لیونی غوندي به ولي نه ګرځیږم
په شته کور کې چې بي کوره زه یادیږم
جوړ وطن یې راته وران کړلو اغیارو
سرو سکروټو باندي ځکه نن سوځيږم
بي سیرته شوم اغیاره ستا د لاسه
بي کفنه نن په خاورو کې خښیږم
د هجران دغه شپې ورځي تیرومه
خپل وطن پسې نن نم نم اوبه کیږم
د فضل ټول آرمانونه یې تالا کړل
ځکه نن په تورو خاورو کې لوغړیږم