افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1496 شاعران8588 شعرونه
څلوريزې
په غم مې ژاړي د اسمان وړانګې
ماتې د زړه مې شولې ګلڅانګې
دي جنازې مې د ارمانونو
رقيب مې لوټ کړې د هيلو پانګې
***************
ادم شهيد شو رباب اور اخيستى
بلبل ستي شو ګلاب اور اخيستى
په جوماتونو يې هم زړونه يخ کړل
قران يې وسو محراب اور اخيستى
***************
سر رانه پرې کړه که سر مې غواړې
وينې مې وڅکه سرې دې کړه داړې
سر به ټيټ نه کړم دا ستا په پښو کې
افغانان نه ږدي غليم ته غاړې