افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
زه به ستادميـــــــني ياريـــــم كه وم وم كه نــــــه وم نه وم
هـــــــــم به زېـــــــرى دبهاريـــــــــم كه وم وم كه نه وم نه وم
هغه شپه دي كړه شهيده چي له غــــيــږي دي جلاكـــــړم
زه غمــــــــــګينه په دې كار يــــــم كه وم وم كنـه وم نه وم
تاريـــــــــكې لمن خوره كړه دپــرديــسي مــــيني زړه كــي
زه دتــــــــورو شـــــپو سهاريم كه وم وم كـــــــــــنه وم نه وم
بيداياګاني وې شاهـــــــدي زمااوستــــادســــــــــفرونـــــــو
اوس رقيــــــــــــــــب لره يوخاريـــم كه وم وم كنه وم نه وم
احمدي درته دخواســت لمن نيـــــــــــولي په غــــرمـــــه وه
اوس دهــــجره ناقراريــــــم كه وم وم كــــــــــــنه وم نـــه وم
لښكرګاه