د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نبیله وفا

احساس

خدایه د دې خلکو عجیبه شور دی
ان چه لاسونه په غوږو کیږد مه
نو بیا ئې هم اورمه
داسې څوک شته چه ورته دا ووائي
د خدای د پاره لږ ساعت غلي شۍ
ما له په دومره شور کې خوب نه راځي
له خپله ځانه مې خوا وګرځيده
خپله څهره راته بدرنګه ښکاري
د خپله ځانه مې ډیر بد راغلل
ای خلکو غلي شۍ د خدای د پاره
ما له په دومره شور کې خوب نه راځي
ویریږم هسې نه زما لوپټه
بې حیا باد زما د سره یوسي
او زه بلا خلکو کې سر توره ودریږمه
زما لاسونه که نازکه دي د چا په وینا
دغسې پاک هم دي سپیڅلي هم دي
زما وجود نه د چا بوئې نه راځي
زه د چا ذات سره تړلې نه یم
ما د هیچا د محبت نکریزی په لاسو نه دي ایښي
ما چه دعا کړې د چا سترګې مې نه دي غوښتي
خبله حیا مې غوښتې خپله پښتو مې غوښتې
ما لباسي سنګار په هیڅ یو وخت کې نه دی کړی
وائې دا خلک چه د ښځې ښائیست
تور ویښته وي غټ ویښته وي
زه وایم د ښځې ښائیست صرف حیا
چه ېئ په سترګو کې وي
خو هغه خلک چه زما په لمن تور لګوي
زما پښتو زما نه وانخلي
ما د ژوندو د حقه ونه باسي



زما اعتبار په اعتبار واړوه
زما تصویر زما په شانې جوړ کړه
څنګه چه زه یمه او څنګه چه زما احساس

د شاعر نور شعرونه ←