افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
ژړیزې
دهغه څه وشو څه به کیزې خلقو
دې پشتون وی چې توئیزې خلقو
په مونګ له هرې خوا ظلمونه کیزې
دا اور به څرنګه سړیزې خلقو
دا دسیسی دې ده اغیارو مونګ کې
پشتون په دې کله پوهیزې خلقو
نور هیڅ غم نه لرم په دی خفه یم
زمونګ مشران هر وخت خرڅیزې خلقو
افغان ماشوم ځان ته افغان نه وائی
په دهغه نوم باندې شرمیزې خلقو
شمع ده علم چې روشن شوه کله
بیا به تر یو بل نه ځاریزوئی خلقو
دا لراوبر افغانان یو کړی خدایا
پشتون بیل سوئی نه بیلیزې خلقو
ظلم کړه دومره چې زغملائۍ سی
پشتون ویده ده راوشیزې خلقو
هر ځائی افغان چې دربدره ګرزې
سیدشاه به ولې نه ژړیزې خلقو
-لندن